راپورونه وايي، د امریکا فډرالي تحقیقاتي ادارې یا ایف بي آې د ډونالډ ټرمپ د وکیل مایکل کوهن پر کور او دفتر چاپه وهلې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د امریکا د امنیتي ادارو سرچینې ویلي، د امریکا فډرالي تحقیقاتي ادارې ایف بي ای تېره ورځ دوشنبې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د شخصي وکیل مایکل کوهن په کور او دفتر چاپه وهلې ده.
خو د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د تحقیقاتي ادارې دغه اقدام په کلکو ټکو غندلی دی.
له ولسمشر کېدو وروسته پر ټرمپ څو فلمي ستورو، مدیرانو، سپورتي لوبغاړو او د ښکلا موډلانو تر دې دمه پر ټرمپ تور لګولی چې له دوی یې جنسي غوښتنې لرلې دي او یا یې په سپکه ورته کتلي دي.
جمهورخبري آژانس:کابل