د سوريې پر یوه هوايي ډګر توغندیز بریدونه شوي

20 حمل 1397 ساعت 11:00

د سوریې حکومتي رسنۍ وايي، د دغه هېواد په یوه هوايي ډګر توغنديي برید شوی، خو امنیتي ځواکونه توانېدلي دغه توغندي شنډ کړي.


د سوریې حکومتي رسنۍ وايي، د دغه هېواد په یوه هوايي ډګر توغنديي برید شوی، خو امنیتي ځواکونه توانېدلي دغه توغندي شنډ کړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د سوریې خبري آژانس سانا راپور ورکړی، چې د التیفور په هوايي ډګر ۸ توغندي توغول شوي دي.

خو په وینا یې د دغه توغندیو د لګېدو مخه نیول شوې او په هوا کې د سوریې د پوځ له خوا شنډ کړای شوي دي.

د سوریې یوه نظامي چارواکي د دې هېواد تلوېزیون ته ویلي، چې د التیفور په هوايي ډګر ۸ توغندي ویشتل شوي خو مخه یې نیول شوې او په هوا کې شنډ کړای شوي دي.

ځینې راپورونه وايي، دغه برید د امریکا د پوځ له خوا شوی، خو د امریکا دفاع وزارت دغه بریدونه په کلکه رد کړي.

پنټاګونو ویلي دوی د سوریې حالت له نېږدې څاري خو امریکا په کوم برید لاس نه دی پورې کړی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 103107

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/103107/

جمهور
  https://www.jomhornews.com