راپورونه وايي، د سوریې په دوما ښار کې د حکومتي ځواکونو د یوه برید له امله ۷۰ کسان وژل شوي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د سپین خولیو په نوم مرستندویه ډلې د وژل شویو کسانو انځورونه په خواله رسنیو خپاره کړي او وايي دغه کسان د زهرجن ګاز له امله وژل شوي.
یادې ډلې زیاته کړې، چې وېره شته د مړو شمېر تر دې هم لوړ شي.
د سوریې حکومت د کیمیاوي وسلو دغه برید بې بنسټه بللی خو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، د سوریې حکومت پر خلکو د کیمیايي وسلو د کارولو تاریخ لري.
په ورته وخت کې د حکومت مخالفې ډلې دا هم ویلي، چې په دغه برید کې له زرو زیات کسان اغېزمن شوي دي.
جمهورخبري آژانس:کابل