بریتانیا په بحرین کې پوځي اډه پرانیستې ده

18 حمل 1397 ساعت 9:10

برېتانیا د منځني ختیځ په مهمه سیمه بحرین کې خپله لومړنۍ پوځي اډه پرانستې، چې سلګونه ځواکونه به په کې مېشت وي.


برېتانیا د منځني ختیځ په مهمه سیمه بحرین کې خپله لومړنۍ پوځي اډه پرانستې، چې سلګونه ځواکونه به په کې مېشت وي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه اډه د بحرین په میا سلمان بندر کې پرانستل شوې ده چې د بریتانیا د سلطنتي سمندري ځواکونو شاوخوا ۵۰۰ سرتېري به په کې مېشت وي.

د بریتانیا د پوځ چارواکي وايي چې بریتانوي ځواکونه به له دې وروسته وکولی شي، چې په خلیج کې د اوږدې مودې لپاره پوځي عملیات وکړي او همدا راز د کښتیو لپاره به د انجینرۍ او لوژستیکي ملاتړ خدمات ترسره کوي.

د بریتانیا د پوځي ځواکونو یوه جګپوړي قوماندان ویلي دي چې د بریتانیا هدف په سیمه کې د سمندري امنیت ټینګول کول دي.

دا تر څلورو لسیزو وروسته د برېتانیا لومړی پوځي اډه ده، چې په بحرین کې یې پرانیز او دغلته له وړاندې د امریکا د سمندري ځواکونو یوه اډه هم شته ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 103038

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/103038/

جمهور
  https://www.jomhornews.com