۰

پوتین او اردوغان به په انقره کې سره وګوري

سی شنبه ۱۴ حمل ۱۳۹۷ ساعت ۱۵:۰۱
ټاکل شوې د روسيې ولسمشر ولادیمیرپوتین او د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان به په انقره کې سره وګوري.
پوتین او اردوغان به په انقره کې سره وګوري
ټاکل شوې د روسيې ولسمشر ولادیمیرپوتین او د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان به په انقره کې سره وګوري.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دواړه ولسمشران به نن سه شنبې د وري ۱۴ مه سره وګوري او پر بېلا بېلو مسایلو به خبرې اترې وکړي.

کرملین ویلي، پوتین او اردوغان به د ترکیې د اټمي انرژۍ د تولید کارخانه پرانیزي چې د روسیې په مرسته جوړه شوې ده.

د ترکیې ولسمشر به همداراز له روسیې د مزایلو د سیستم پر اخیستلو او د سوریې پر وضعیت خبرې وکړي.

دواړه مشران به سبا په انقره کې د ایران له جمهور رئيس حسن روحاني سره وګوري او د سوريې پر جګړه به چې درې واړه هېوادونه په‌کې ښکېل دي، خبرې وکړي.

دا په روسیه کې د ولسمشرۍ د ټاکنو تر ګټلو وروسته، د پوتین لومړی بهرنی سفر دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي