۰

پاکستاني ځواکونو پر کونړ ولایت ۳۰۰ توغندي ویشتلي

سی شنبه ۱۴ حمل ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۵۷
سیمه ییز چارواکي وايي، پاکستاني ځواکونو په کونړ ولایت لږ تر لږه ۳۰۰ توپونه ویشتلي، چې له امله یې دوه تنه ټپیان شوي.
پاکستاني ځواکونو پر کونړ ولایت ۳۰۰ توغندي ویشتلي
سیمه ییز چارواکي وايي، پاکستاني ځواکونو په کونړ ولایت لږ تر لږه ۳۰۰ توپونه ویشتلي، چې له امله یې دوه تنه ټپیان شوي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د کونړ د والي ویاند عبدالغني مصمم زیاتوي، چې پاکستاني ځواکونو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې پر پر کونړ ولایت دغه توغندلي ویشتلي دي.

نوموړي زیاته کړه، چې دغه توغندي د کونړ ولایت په سرکاڼو، دانګام او شلتن ولسوالیو کې لګېدلې، چې په دانګام کې یې د یوې کورنۍ دوه غړي هم ټپیان کړي دي.

په ورته وخت د کونړ د والي ویاند زیاتوي، چې د پاکستاني ځواکونو د بریدونو له امله ګڼ شمېر کورنیو له دې سیمو ګډه کړې.

د پاکستان راکټي بریدونو له کلونو راهیسې پر افغان خاوره دوام لري، خو دې وروستیو بریدونو یې پر داسې مهال زور اخیستی، چې د افغانستان او پاکستان د اړیکو د ښه کولو له پاره هلې ځلې ګړندۍ شوې دي.

جمهورخبري آژانس:کونړ
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي