هندي کشمیر کې نښتو ۹۰ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

13 حمل 1397 ساعت 9:51

د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې د هندي ځواکونو او وسله والو تر منځ نښتو کې لږ تر لږه ۹۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې د هندي ځواکونو او وسله والو تر منځ نښتو کې لږ تر لږه ۹۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه نښتې له دوه ورځو راهیسې د هندي کشمیر په سرینګر سیمه کې رامنځ ته شوې، چې ویل کېږي نن هم دوام لري.

ځايي پولیسو ویلي په دغه نښتو کې درې پوځیان، ۱۳ وسله وال او پنځه ولسي وګړي وژل شوي او دغه راز ۷۰ تنه نور ټپیان شوي دي.

د هند یوه امنیتي چارواکي شیش پاول وید ویلي دوی د پټو معلوماتو پر بنسټ په شوپیان ولسوالۍ کې پر وسله والو برید کړی او درنه مرګ ژوبله یې وراړولې ده.

ځايی سرچینې هم وايي، چې په وژل شویو وسله والو کې ډېری یې د شوپیان ولسوالۍ دي او ویل کېږي د دغه ولسوالۍ په یوه کلي کې لا هم نښته راونه ده، چې ښايي مرګ ژوبله نوره هم زیاته شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 102912

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/102912/

جمهور
  https://www.jomhornews.com