۰

لوګر کې د حقاني شبکې د وسلو زېرمتون نیول شوی

یکشنبه ۱۲ حمل ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۳۹
د ملي امنیت لوی ریاست وايي، امنیتي ځواکونو په لوګر ولایت کې د حقاني شبکې اړوند د وسلو یوه زېرمه موندلې او ګڼ وسلې یې ترې تر لاسه کړې دي.
لوګر کې د حقاني شبکې د وسلو زېرمتون نیول شوی
د ملي امنیت لوی ریاست وايي، امنیتي ځواکونو په لوګر ولایت کې د حقاني شبکې اړوند د وسلو یوه زېرمه موندلې او ګڼ وسلې یې ترې تر لاسه کړې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ملي امنیت نن یک شنبې په خپره کړې خبرپانه کې ویلي، چې ملي امنیت ځواکونو د لوګر مرکز پل علم اړوند سیمو کې عملیات کړي.

سرچینه زیاتوي، چې د دې عملیاتو په ترڅ کې د حقاني شبکې د وسلو او مهماتو یوه زېرمه کشف او ګڼې وسلې او مهمات ترې ترلاسه شوي دي.

خبرپاڼه وايي، په دې وسلو کې ۷ میله راکټ، یو میل پیکا، ۹ میله کلاشنکوفونه، ۵ کړۍ لاسي بمونه، یوه پایه مخابره، ۸ کیلوګرامه چاودېدونکي توکي، د وړې وسلې زرګونه ډزه مرمۍ او ۱۰ جوړې نظامي درېشۍ تر لاسه شوي دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، حقاني شبکې غوښتل په دې وسلو په بېلا بېلو سیمو کې ترهګر فعالیتونه وکړي، خو ملي امنیت ځواکونو یې دا پلان شنډ کړ.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي