په شمال کې د پوځ چارواکي وايي، افغان هوايي ځواک په تخار ولایت کې د وسله والو طالبانو پر پټځایونو بریدونه تر سره کړي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې شمال کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو له خوا نن پنشنبې د وري ۹ مه په خپره شوې خبرپانه کې راغلي، چې دغه بریدونه د تخار ولایت د خواجه غار ولسوالۍ د ګورتپې په سیمه کې شوي دي.
سرچینې زیاته کړه، چې افغان هوايي ځواک په یاده سیمه کې د طالبانو پر پټنځایونو بمبار کړی، چې په ترڅ کې یې څلور وسله وال وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.
په خبرپانه کې ویل شوي، په دغه برید کې د طالبانو یو پتځای او دوه خځې له منځه وړل شوې دي.
خو وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورخبري آژانس:تخار