د ولسمشرۍ لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم په تاشکند کفنرانس کې د افغان ولسمشر محمد اشرف غني څرګندونې ستایلې او هرکلي یې کړی دی.
د جمهور آژانس د خبر له مخې جنرال دوستم چې دا مهال په ترکیه کې دی، په یوه پیغام کې ویلي، په غور یې د ولسمشر خبرې اورېدلې او په وینا یې دا د افغانستان د سولې او ثبات په ګټه دي.
دغه پیغام جنرال دوستم ته په منسوبه فسبوک پاڼه کې خپرې شوې او په کې ویل شوي««زه د افغانستان د ولسمشر د لومړي مرستیال او د افغانستان د یوه مینه وال تبعه په توګه حالات په ځیر څارم، ډاډ مې ترلاسه کړی چې دا ناستې به بالاخره په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسېدا سبب شي.»
باید و ویل شي، چې د تاشکند په غونډه کې د جنرال دوستم زوی باتور دوستم هم ګډون درلود او داسې ښکاري، چې د ولسمشر او جنرال دوستم تر منځ اړیکې ښې شوې دي.
د یادونې وړ ده، چې جنرال دوستم د ازبکستان ولسمشر هم په دې ستایلی چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د خبرو د کوربتوب وړاندیز یې کړی دی.
جمهورخبري آژانس:کابل