۰

ډنډپټان کې د افغان او پاکستاني ځواکونو تر منځ جګړه شوې

چهارشنبه ۸ حمل ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۰۰
سمه ییز امنیتي چارواکي وايي، ډېورنډ کرښې ته څېرمه د پکتیا ولایت په ډنډ پټان ولسوالۍ کې د افغان او پاکستاني ځواکونو تر منځ جګړه شوې.
ډنډپټان کې د افغان او پاکستاني ځواکونو تر منځ جګړه شوې
سمه ییز امنیتي چارواکي وايي، ډېورنډ کرښې ته څېرمه د پکتیا ولایت په ډنډ پټان ولسوالۍ کې د افغان او پاکستاني ځواکونو تر منځ جګړه شوې.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه جګړه تېره ورځ د وري ۷ مه مازیګر هغه مهال رامنځ ته شوې، چې پاکستاني ځواکونو غوښتل، يه یو اړخیز ډول په صفري نقطه پوسته جوړه کړي.

افغان ځواکونو د پاکستاني ملېشو د دغه کار مخنیوی کړی او پر همدې مهال لومړی پاکستاني ځواکونو د درنو وسلو برید کړی، چې د افغان ځواکونو له غاښ ماتونکي ځواب سره مخ شي.

په ډنډپټان ولسوالۍ کې د سرحدي پوليسو د اووم کنډک قوماندان سمونوال عزیز محمد ویلي، جګړې دوه نیم ساعته دوام وکړ.

نوموړي زیاته کړې، چې د پاکستاني ځواکونو په برید کې یو افغان پوله ساتی سرتېری ټپي شوی خو د ده په وینا بلې غاړې ته دوه پاکستاني سرتېري وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.

د سیمې اوسېدونکي هم د جګړې پخلی کوی او وايي ښايي دواړو لورو ته مرګ ژوبله اوښتي وي، ځکه درنې وسلې یې یو پر بل کارولې.

پاکستاني ځواکونه دغه کار پر داسې مهال کوي، چې هلته یې د افغانستان په ختیځ کنړ ولایت هم وړمه ورځ ۱۱۲ توغندي ویشتلي، چې له امله یې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت کابل کې د پاکستان یو چارواکی احضار کړی وو.

جمهورخبري آژانس:پکتیا
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي