۰

اروزګان کې یو سرتېری او ۱۷ وسله وال طالبان وژل شوي

دوشنبه ۶ حمل ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۳۰
سیمه ییز چارواکي وايي، په اروزګان ولایت کې د پیل شویو عملیاتو پر مهال د دریو افغان سرتېرو په ګډون ۲۸ تنو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
اروزګان کې یو سرتېری او ۱۷ وسله وال طالبان وژل شوي
سیمه ییز چارواکي وايي، په اروزګان ولایت کې د پیل شویو عملیاتو پر مهال د دریو افغان سرتېرو په ګډون ۲۸ تنو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې چارواکي زیاتوي، چې د نصرت په نوم پوځي عملیات له تېرو دریو ورځو راهیسې د اروزګان مرکز ترینکوټ اړوند ګوګرک په سیمه کې پیل شوي دي.

د اروزګان د والي ویاند دوست محمد نایاب وايي، په دې عملیاتو کې تر اوسه ۱۷ وسله وال طالبان وژل شوي او ۸ نور ټپیان شوي دي.

دغه راز نوموړي زیاته کړې، چې په عملیاتو کې یو افغان سرتېری هم وژل شوی او دوه نور ټپیان شوي دي.

نایاب زیاتوي، چې دا مهال د ګوګرک سیمه د وسله والو له شتون څخه پاکه شوې او عملیات لا هم روان دي.

خو طالب ویاند قاري یوسف احمدي بیا ویلي، چې په دغه سیمه کې د افغان پوځ عملیات په شاه تمبولي او ګڼو سرتېرو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

جمهورخبري آژانس:اروزګان
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي