۰
کابل کې د امریکا سفیر:

که طالبان د سولې لار خپله نه کړي له سختو فشارونو سره به مخ شي

دوشنبه ۲۸ حوت ۱۳۹۶ ساعت ۰۸:۲۷
په کابل کې د امریکا سفیر جان باس وايي، که وسله وال طالبان د افغان حکومت د سولې وړایز ونه مني نو د جګړې په ډګر به له سختو فشارونو سره مخ شي.
که طالبان د سولې لار خپله نه کړي له سختو فشارونو سره به مخ شي
په کابل کې د امریکا سفیر جان باس وايي، که وسله وال طالبان د افغان حکومت د سولې وړایز ونه مني نو د جګړې په ډګر به له سختو فشارونو سره مخ شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې باس د امریکا غږ سره په یوه مرکه کې ویلي، چې د سیمې هېوادونه او امریکا له طالبانو غواړي چې له افغان حکومت سره د سولې خبرې وکړي او روانه جګړه د خبرو له لارې پای ته ورسول شي.

د باس په خبره  امریکا د سولې د خبرو ملاتړ کوي، خو د سولې له غوښتنې سره جوخت به د جګړې په ډګر کې پر طالبانو فشارونه هم دوام ولري.

نوموړي ویلي، چې نظامي اقدامات او د سولې غوښتنه دواړه له یو بل سره په ټکر کې نه دي، ځکه که نظامي فشار نه وي طالبان به سولې ته غاړه کې نه ږدي.

د هغه په وینا د سولې وړاندیز په دې معنی نه دی، چې ګڼې امریکا دې د جګړې میدان طالبانو ته پېږدي او له افغان ځواکونو د ملاتړ نه کوي.

د امریکا سفیر ویلي«که طالبان د افغان حکومت غوښتنه و نه مني، نو د جګړې په ډګر کې به له سختو فشارونو سره مخ شي او ښایي تلفات یې لوړ شي.»

دغه امریکايي دیپلومات هغه تورنه هم رد کړي، چې ویل کېږي امریکا په افغانستان کې د داعش ملاړ کوي، باس وايي امریکا له داعش سره مباره کوي نه ملاتړ.

باس د پاکستان په اړه هم څرګندونې کړې او ویلي یې دي، چې پاکستان د تګلارې له اعلان سره سم هغه څه نه دي کړي، چې د تګلارې غوښتنې دي.

نوموړي ویلي، چې پاکستان یوه اندازه ګامونه اخیستي، خو په وینا یې دغه هېواد باید د طالبانو په شمول د هغو ټولو ترهګرو ډلو په اړه داسې ګامونه واخلي، چې په افغانستان کې یې پایلې محسوسې شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي