سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، په غور ولایت کې د یوه ماین د چاودنې له امله شپږو ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پېښه تېره ورځ شنبې د کب ۲۶ مه د غور ولایت د تیورې ولسوالۍ د پای حصار په سیمه کې رامنځ ته شوې.
د غور د پولیسو ویاند اقبال نظامي ویلي، دغه ماشومانو خپلې مېږې څرولې، چې ماین پرې چاودلی دی.
نوموړي زیاته کړې، چې په دې چاودنه کې یو ماشوم وژل شوی او پنځه نور ټپیان شوي، خو په دې اړه یې نور هېڅ ډول جزیات نه دي ورکړي.
جمهورخبري آژانس:کابل