۰
سیمه ییزچارواکي:

طالبانو په بدخشان کې یوه مېرمن د زنا په تور وژلې

پنجشنبه ۲۴ حوت ۱۳۹۶ ساعت ۱۳:۱۴
سیمه ییز چارواکي وايي، وسله والو طالبانو په بدخشان ولایت کې یوه مېرمن د زنا په تور په ډزو ویشتلې او وژلې یې ده.
طالبانو په بدخشان کې یوه مېرمن د زنا په تور وژلې
سیمه ییز چارواکي وايي، وسله والو طالبانو په بدخشان ولایت کې یوه مېرمن د زنا په تور په ډزو ویشتلې او وژلې یې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د بدخشان د امنیه قوماندانۍ د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مدیر سمونیار سید مهرالدین انوري زیاتوي، چې دغه پېښه تېره شپه رامنځ ته شوې.

د هغه په وینا طالبانو د بدخشان ولایت د یمګان ولسوالۍ په حضرت سعید سیمه کې یوه ۲۵ کلنه مېرمن له کوره را ایستلې او وروسته یې په ډزور وژلې ده.

نوموړی وايي طالبانو دغه مېرمن د زنا په تور له کوره را ایستلې او بیا یې وژلې ده.

په ورته وخت کې د بدخشان د بشري حقونو د ولایتي کمېسیون مشره عارفه نوید وايي، د وژل شوې مېرمنې په پلار په خپلو خبرو کې ویلي، چې لور یې طالبانو له دې امله وژلې، چې مېړه، لوره او خسر یې په ملي اردو کې دنده درلوده.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه د ویلي.

باید و ویل شي، چې د بدخشان د بشري حقونو د کمېسیون د معلوماتو له مخې روان کابل په بدخشان کې د مېرمنو د وژل کېدو ۱۱ پېښې ثبت شوې، چې ۸ یې د دولت او درې یې هم د طالبانو تر ولکې لاندې سیمو کې رامنځ ته شوې دي.

جمهورخبري آژانس:بدخشان
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي