۰
د افغانستان د دیني عالمانو شورا:

طالبان دې نور د افغانستان له ورانولو لاس واخلي

پنجشنبه ۲۴ حوت ۱۳۹۶ ساعت ۰۹:۴۰
د افغانستان د دیني عالمانو سرتارسري شورا له وسله والو طالبانو غوښتي، چې نور د بې ګناه افغانانو له وژلو او د افغانستان له ورانولو لاس واخلي.
طالبان دې نور د افغانستان له ورانولو لاس واخلي
د افغانستان د دیني عالمانو سرتارسري شورا له وسله والو طالبانو غوښتي، چې نور د بې ګناه افغانانو له وژلو او د افغانستان له ورانولو لاس واخلي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دیني عالمان په یوه خبرپاڼه کې د سولې په تړاو د حکومت له وړاندې شوې طرحې ملاتړ او له طالبانو یې غوښتي چې د دغه طرحې هرکلی وکړي.

د دیني عالمانو په دې خبرپاڼه کې پر طالبانو غږ شوی، چې نور له جګړې لاس په سر او د سولې خبرو ته غاړه کېږي.
دوی له وسله والو ډلو نه غوښتي چې نور دې په یو او بل نوم د افغانانو وینې نه تویه وي او د بین الافغاني مزاکراتو له لارې دې د افغانستان جګړې ته د پای ټکی کېږدي.
 
 
د افغان عالمانو سرتاسري شورا د کابل پروسې په دوهمه ناسته کې د حکومت له لوري وړاندې شوې طرحه یوه بې مخینې او هر اړخیزه طرحه بللې ده.

دغه راز په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د افغان حکومت ښکېل اړخونه دې هم خپل اختلافات پای ته ورسوي او اجازه دې نه ورکوي چې له شته مخالفتونو نه د هېواد دښمنان ګټه پورته کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي