مېرمن میرکل بیا د جرمني لومړۍ وزیره وټاکل شوه

23 حوت 1396 ساعت 14:55

د جرمني پارلمان د دغه هېواد لومړۍ وزیره انګلا میرکل د څلورمې دورې له پاره د دغه هېواد د لومړۍ وزیرې په توګه وټاکله.


د جرمني پارلمان د دغه هېواد لومړۍ وزیره انګلا میرکل د څلورمې دورې له پاره د دغه هېواد د لومړۍ وزیرې په توګه وټاکله.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د جرمني پارلمان نن چهارشنبې د کب ۲۳ مه مېرمن میرکل ته مثبته رایه ورکړه او هغه یې لومړۍ وزیره وټاکله.

د مېرمن میرکل په ټاکلو او د پارلمان په دې پرېکړې سره د جرمني د څو میاشتو سیاسي لانجې ته د پای ټکی کېښودل شو.

مېرمن میرکل به نن په برلین کې د ولسمشر فرنک والټر شټاین مایر په دفتر کې لوړه وکړي.

باید و ویل شي، چې د جرمني چپ لاسی سوسیال ډموکراټ ګوند له انګلا میرکل سره په ائتلاف کې شامل دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 102384

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/102384/

جمهور
  https://www.jomhornews.com