۰
ضمیرکابلوف:

امریکا په افغانستان کې د روسیې، چین او نورو رقیبانو د کمزوري کولو له پاره اړولي

چهارشنبه ۲۳ حوت ۱۳۹۶ ساعت ۱۳:۵۰
د افغانستان له پاره د روسیې ځانګړی استازی ضمیرکابلوف وايي، امریکا په افغانستان کې د روسیې، چین، ایران او نورو رقیبانو د کمزوری کولو له پاره اړولي دي.
امریکا په افغانستان کې د روسیې، چین او نورو رقیبانو د کمزوري کولو له پاره اړولي
د افغانستان له پاره د روسیې ځانګړی استازی ضمیرکابلوف وايي، امریکا په افغانستان کې د روسیې، چین، ایران او نورو رقیبانو د کمزوری کولو له پاره اړولي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې کابلوف دغه څرګندونې له سپوتنیک سره په مرکه کې کړي او ویلي یې دي، چې امریکا هڅه کوي د افغانستان له خاورې په استفادې بې ثباتۍ او جګړې منځنۍ اسیا او د روسیې فدراسیون ته ولېږدوي.

کابلوف زیاته کړې، چې امریکا په افغانستان کې د روسیې، چین ایران او خپلو نورو حریفانو له پاره نظامي حضور لري او غواړي هغوی کمزوري کړي.

په ورته وخت کې کابلوف د افغانستان د سولې په اړه ویلي، چې امریکا هڅه کوي څو ځينې هېوادونه له دې مسئلې حاشیې ته ولېږي او دوی ته د افغانستان د سولې په برخه کې د هڅو فرصت نه ورکوي.

نوموړی زیاته کړې، چې امریکا هم په افغانستان کې د جګړې په اړه یوه خوله نه ده او په وروستیو کې یې د سولې په اړه څو ځله ضد نقیض څرګندونې کړې دي.

د ضمیر کابلوف په خبره د افغانستان ستونزه د خبرو له لارې د حل وړ ده، خو د سولې لپاره باید د ټولو نړیولو هېوادونو ګډو او مساوي هڅو ته درناوی وشي.

د افغانستان له پاره د روسيې دغه ځانګړي استازي زیاته کړې، چې د افغانستان د سولې لپاره باید واضح او عملي تګلاره رامنځ ته شوي او عملا کار ورته وشي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي