د القاعده یو غړی په ۴۵ کاله بند محکوم شو

23 حوت 1396 ساعت 9:19

د القاعده شبکې یو غړی محمد محمود الفارخ چې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو پر ضد په جګړه تورن دی په امریکا کې یوې محکمې په ۴۵ کاله بند محکوم کړی دی.


د القاعده شبکې یو غړی محمد محمود الفارخ چې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو پر ضد په جګړه تورن دی په امریکا کې یوې محکمې په ۴۵ کاله بند محکوم کړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې الفارخ په کاناډا کې و او له هغه ځایه د خپل یوه ملګري د تبلیغ تر اغېز وروسته پاکستان ته راغلی او په ۲۰۰۷ کال کې له طالبانو سره یو ځای شو.

محکمې ویلي چې د ده د لاس نښې د امریکايي ځواکونو پر ضد په یوه کارېدونکي بم موندل شوې دي.

محمود په ۴۵ کاله بند محکوم شوی دی او محکمې ویلي که یې په کړو وړو کې بدلون راغی نو په ۶۷ کلنۍ کې به نوموړی له بند خوشی کړي او ازاد ژوند ته ادامه ورکولی شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 102362

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/102362/

جمهور
  https://www.jomhornews.com