د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټېلرسن له دندې لرې کړی او پر ځای یې د سي آی اې مشر مایک پومپیو د بهرنیو چارو وزیر اعلان کړی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې راپورونه وایي، د ټرمپ او بهرنیو چارو د لرې شوی وزیر ټېلرسن تر منځ له تېرو څو میاشتو راهیسې اختلافات وو.
په ورته وخت کې ټرامپ د ټېلرسن تر لرې کولو وروسته په سپینه ماڼۍ کې ویلي، چې مایک پومپیو یې د بهرنیو چارو نوی وزیر ټاکلی دی.
هغه زیاته کړې، چې پومپیو یو ډیر قابل کس دی او زښته زیاته انرژي لري، چې په وینا یې د بهرنو چارو یو ډیر قوي وزیر به وي.
د مایک پومپېو په هکله ځیني خلک دا نظر لري چې هغه د ټرمپ د وفادارو ملگرو سخه یو دی او پدې وجه ټرمپ هغه ته زیات نژدی دی.
سي این این د یو کارپوه له قوله لیکلي چې ولسمشر ټرمپ د بهرنو چارو د وزارت لپاره د تیرو څو میاشتو راهیسې پومپېو په نظر کې و.
جمهورخبري آژانس:کابل