۰
روسیه:

امریکا هڅه کوي، سوریه تجزیه کړي

سی شنبه ۲۲ حوت ۱۳۹۶ ساعت ۱۰:۰۰
روسیه وایي، سره له دې چې امریکا د سوریې د ځمکنۍ بشپړتیا او خپلواکۍ ژمنې کوي، خو له دې سره هڅه کوي، چې دغه هېواد سره و وېشي.
امریکا هڅه کوي، سوریه تجزیه کړي
روسیه وایي، سره له دې چې امریکا د سوریې د ځمکنۍ بشپړتیا او خپلواکۍ ژمنې کوي، خو له دې سره هڅه کوي، چې دغه هېواد سره و وېشي.

د جمهور خبري آژانس دغه څرګندونې د روسې مرستیال دفاع وزیر الکساندر فومین له کراسنایا زوزدا ورځپاڼې سره په یوه مرکه کې کړې دي.

نوموړي ویلي د امریکا غوښتنې کاملآ څرګندې دي، هغوی د سوریې د وېش په هڅه کې دي په داسې حال کې چې وړاندې یې د دغه هېواد د ځمکنۍ بشپړتیا او خپلواکۍ د ساتلو ژمنه کړې.

هغه په خپلو خبرو کې زیاته کړې، چې د امریکا تر کنټرول لاندې ځواکونه د ترهګرو ډلو له جنګیالیو چې له داعش سره اړیکې لري مرسته او همکاري کوي او دغه ګام یو ځل بیا د امریکا تر کنټرول لاندې اخستل کېږي.

دی وایي، امریکا د سوریې له بېلتون غوښتونکو چې د ټولنې لږکي دي ملاتړ کوي، هغو د کردانو په شمو د لږکیو پر مټ دغه لوبه پیل کړې، د دغه لږکیو شمېر ښايي تر ۴۰ زره لوړ نه وي، خو امریکا وايي دوی د یوې امنیتي سیمې د رامنځ ته کولو په هڅه کې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي