۰
عبدالله:

د سولې له طرحې نړیوالو هم ملاتړ کړی خو طالبانو تر اوسه ځواب نه دی ورکړی

دوشنبه ۲۱ حوت ۱۳۹۶ ساعت ۱۰:۴۲
د افغان حکومت اجرائیه رییس ډاکترعبدالله عبدالله وايي، د افغان حکومت له خوا د سولې په تړاو طالبانو ته د وړاندې شوې طرحې ولس او نړیوالې ټولنې ملاتړ کړی، خو طالبانو تر اوسه کوم غبرګون نه دی ښودلی.
د سولې له طرحې نړیوالو هم ملاتړ کړی خو طالبانو تر اوسه ځواب نه دی ورکړی
د افغان حکومت اجرائیه رییس ډاکترعبدالله عبدالله وايي، د افغان حکومت له خوا د سولې په تړاو طالبانو ته د وړاندې شوې طرحې ولس او نړیوالې ټولنې ملاتړ کړی، خو طالبانو تر اوسه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي عبدالله نن دوشنبې د کب ۲۱ مه د کابینې په غونده کې دغه څرګندونې وکړې او ویې ویل، چې افغان حکومت تل سولې ته ژمن دی او غواړي په هېواد کې تل پاتې سوله راشي.

نوموړي زیاته کړه، چې سوله د افغان ولس جدي غوښتنه او لومړیتوب دی او حکومت به هم په ټول توان سره د ولس غوښتنې د تحقق له پاره هلې ځلې کوي.

ښاغلي عبدالله و ویل د سولې وړاندې شوې طرحه د دې ښکارندويي کوي، چې حکومت سولې ته ژمن دی خو په وینا یې طالبانو تر اوسه په دې اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

په ورته وخت افغان اجرائیه رییس و ویل، چې نوی کال به حکومت په پوره ځواکمنتیا، قوي ارادې او متین عزم سره د هېواد او هېواد والۍ په خدمت کې وي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي