هند او فرانسې د هند په سمندر کې د پوځي همکاریو د پراختیا په موخه او د اټومي انرژۍ د یوې سترې بټۍ د جوړونې تړون لاسلیک کړی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه تړون تېره ورځ شنبې د کب ۱۹ مه په نوي ډیلي کې د هند د لومړي وزیر نریندرا مودي او د فرانسې ولسمشر امانوئل مکرون ترمنځ لاسلیک شوی دی.
د دغه تړون له مخې به له مخې دواړه هېوادونه خپلې سمندرې اډې د یو بل جنګي بېړیو ته پرانیزي.
د دواړو هېوادونو ترمنځ د اټمي انرژۍ د تاسیساتو د جوړونې دا تړون مهم بلل کېږي او تمه ده چې دا تاسیسات به د هند په لوېدیځ جیتپور کې جوړ شي چې څه کم ۱۰ زره میګاواټه برښنا به تولیدوي.
باید و ویل شي، چې د فرانسې ولسمشر امانوئل مکرون د جمعې په ورځ د یو څلور ورځني سفر په مخه هندوستان ته تللی دی.
جمهورخبري آژانس:کابل