د روسیې دفاع وزارت وايي، داسې یو توغندی یې جوړ کړی، چې تر غږ چټک سرعت لري او په بریالۍ توګه ازمویل شوی هم دی.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د روسیې دفاع وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دغه توغندی آئروبالسیتک دی او تېره ورځ په بریالۍ توګه وازمویل شو.
دغه پرمختللی توغندی کینژال نومېږي او له میګ ۳۱ الوتکې څخه توغول کېږي، چې کولای شي په ځمکه او اوبو کې تر ۲ زره کیلومتره پورې نښه پرته له لار موندنې په نښه کړي.
روسیه دغه توغندی پر داسې مهال ازمویې، چې د یاد هېواد ولسمشر ولادیمیرپوتین دوه اوونۍ وړاندې په خپل کلنۍ وینا کې و ویل، چې روسیې داسې پرمختللې وسلې جوړې کړي، چې له ځمکې، هوا او دریاب څخه توغول کېږي او پرته لا څارنې خپل هدف په نښه کولای شي.
د روسیې د ولسمشر دغه ډول څرګندونې امریکا او ناټو د اندېښنې وړ وبلل او ویې ویل، چې روسیه د پرمختللو وسلو په جوړولو سره د نړۍ ثبات ګواښيي.
جمهورخبري آژانس:کابل