۰
کیم جونګ اون:

جنوبي کوریا دې نور زموږ له راکېټونو اندېښنه نه کوي

شنبی ۱۹ حوت ۱۳۹۶ ساعت ۱۱:۲۷
د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون وايي، د جنوبي کوریا ولسمشر مون جائه این دې نور زموږ د راکټونو په اړه په خپله امنیت شورا کې اندېښنه نه کوي.
جنوبي کوریا دې نور زموږ له راکېټونو اندېښنه نه کوي
د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون وايي، د جنوبي کوریا ولسمشر مون جائه این دې نور زموږ د راکټونو په اړه په خپله امنیت شورا کې اندېښنه نه کوي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې اون ویلي، اړتیا نشته چې نور جنوبي کوریا زموږ د راکټونو څخه په وېره کې وي، ځکه شمالي کوریا نور راکټونه نه ازمویي.

اون په خپلو خبرو کې ویلي،« نور اړتیا نشته چې ولسمشر مون جائه این له خوبه پورته شې او ژر تر ژره په امنیت شورا کې زموږ له ازمایښتونوشکایت وکړې.»

د شمالي کوریا ولسمشر د جنوبي کوریا له پلاوي سره په خبرو کې ویلي، چې د بالسټیک راکټونو د ازمویلو په بندولو کې جدي دی.

هغه ویلي تر دې وروسته به هره ستونزه چې پیدا کېږي، د ټلېفوني خبرو له لارې یې هواروي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي