د فرانسې ولسمشر:

د بیت المقدس په اړه امریکا تېرتونه کړې موږ یې نه کوو

17 حوت 1396 ساعت 9:20

د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون وايي، د اسرائیلو د پلازمېنې په توګه د بیت المقدس په رسمیت بېژندل د امریکا لویه تېروتنه وه، چې فرانسه به دغه تېروتنه ونه کړي.


د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون وايي، د اسرائیلو د پلازمېنې په توګه د بیت المقدس په رسمیت بېژندل د امریکا لویه تېروتنه وه، چې فرانسه به دغه تېروتنه ونه کړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي مکرون د فرانسې د یهودانو له یوې ډلې سره په خبرو کې ویلي، چې دا چې امریکا بیت المقدس د اسراییلو د پلازمینې په توګه وپېژانده یوه ستره اشتباه یې وکړه او فرانسه به هېڅ وخت دغه تېروتنه تکرار نه کړي.

د هغه په وینا د ټرمپ دغه اقدام هلته ستونزه نه شي حل کولی بلکې اوس هم د اسرایلیانو او فلسطینیانو ترمنځ ستونزې مخ په ډېرېدو دي.

د فرانسې ولمسشر دغه څرګندونې پر داسې مهال کړې، چې د یهودیانو همدې ډلې هم له مکرون څخه غوښتي وو، چې فرانسه دې هم بیت المقدس د اسراییلو د پلازمینې په توګه وپېژني.

خو مکرون ورته ویلي، چې دغه خبره و نه منله او و یې ویل دا تېروتنه امریکا کړې خو پاریس به یې و نه کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 102162

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/102162/

جمهور
  https://www.jomhornews.com