د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون وايي، د اسرائیلو د پلازمېنې په توګه د بیت المقدس په رسمیت بېژندل د امریکا لویه تېروتنه وه، چې فرانسه به دغه تېروتنه ونه کړي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي مکرون د فرانسې د یهودانو له یوې ډلې سره په خبرو کې ویلي، چې دا چې امریکا بیت المقدس د اسراییلو د پلازمینې په توګه وپېژانده یوه ستره اشتباه یې وکړه او فرانسه به هېڅ وخت دغه تېروتنه تکرار نه کړي.
د هغه په وینا د ټرمپ دغه اقدام هلته ستونزه نه شي حل کولی بلکې اوس هم د اسرایلیانو او فلسطینیانو ترمنځ ستونزې مخ په ډېرېدو دي.
د فرانسې ولمسشر دغه څرګندونې پر داسې مهال کړې، چې د یهودیانو همدې ډلې هم له مکرون څخه غوښتي وو، چې فرانسه دې هم بیت المقدس د اسراییلو د پلازمینې په توګه وپېژني.
خو مکرون ورته ویلي، چې دغه خبره و نه منله او و یې ویل دا تېروتنه امریکا کړې خو پاریس به یې و نه کړي.
جمهورخبري آژانس:کابل