په چچنیا جمهوریت کې د دغه هېواد سرحدي ځواکونو یوه چورلکه لوېدلې، چې له امله یې شپږ تنه مړه شوي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پېښه تېره ورځ چهارشنبې د کب ۱۶ مه د ګرجستان پولې ته نېږدې غورځېدلې ده.
د چچنیا ولسمشر رمضان قادروف وايي، چورلکه د چچنیا د سرحدي ساتونکو وه او د خرابې هوا له امله لوېدلې ده.
ویل کېږي په دغه چورلکه کې ټول ۹ کسان سپاره و، چې یو تن ترې ژوندی وتلی دی.
جمهورخبري آژانس:کابل