۰

ملي شورا د کاري دورې په پیل کې د ولسمشر د سولې له ورستۍ طرحې ملاتړ وکړ

چهارشنبه ۱۶ حوت ۱۳۹۶ ساعت ۱۳:۳۳
د افغانستان ملي شورا د خپل اتم کال د ۱۶ مې کاري دورې په پیل کې د سولې په تړاو د ولسمشر محمد اشرف غني له وروستۍ طرحې ملاتړ وکړ.
ملي شورا د کاري دورې په پیل کې د ولسمشر د سولې له ورستۍ طرحې ملاتړ وکړ
د افغانستان ملي شورا د خپل اتم کال د ۱۶ مې کاري دورې په پیل کې د سولې په تړاو د ولسمشر محمد اشرف غني له وروستۍ طرحې ملاتړ وکړ.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ملي شورا یا ولسي جرګې او مشرانو جرګې د اتم کال ۱۶ مه کاري دوره نن چهارشنبې د کب ۱۶ مه د ولسمشر له خوا پرانستل شوه.

د غوندې په پیل کې د ولسي جرګې رییس عبدالروف ابراهیمي و ویل د افغانستان خلک له ولسمشره تمه لري، چې نننۍ وینا به یې په  هېواد کې د جګړې د پای ته رسېدو له پاره هیله بښوونکې ټکي ولري.

نوموړي زیاته کړه، چې دا افغانستان له کلونو راهیسې جګړې ځپلی او په دې وروستیو کې دغه ستونزې لا پراخې شوې، خو د ولسمشر وروستیو څرګندونو او د سولې په تړاو طرحې د سولې امیدونه تازه کړي دي.

د ولسي جرګې رییس د سولې په تړاو د ولسمشر له وروستۍ طرحې ملاتړ اعلان کړ او ویې ویل چې حکومت ته په کار ده،  چې د کابل په پروسه کې وړاندې شوې طرحه په جدیت سره تعقیب کړي تر څو په هېواد کې سرتاسري سوله او ستونزو ته د پای ټکی کېښودل شي.

په ورته وخت د ولسي جرګې رییس پر امنیتي ستونزو سربېره چې د خلکو اندېښنې یې زیاتې کړې، په هېواد کې داخلي سیاسي مخالفتونو هم یادونه وکړه، چې په وینا یې د ولس اندېښنې ورسره زیاتې شوې دي.

ښاغلي ابراهیمي ټینګار وکړ، چې نور باید داخلي سیاسي مخالفتونه د خبرو اترو له لارې حل او د ملي یووالي له پاره په ګډه ګامونه واخستل شي.

هغه له ولسمشر غني دا غوښتنه هم وکړه، چې حکومت باید د ولسمشرۍ او پارلماني ټاکنې په خپل وخت تر سره او د ترسره کېدو له پاره یې زمینه برابره کړي.

باید و ویل شي، چې ولسي جرګه له تېرو دریو کلونو راهیسې خپله غیر قانوني کاري دوره پیلوي، ځکه د اساسي قانون له مخې د ولسي جرګې دوره پنځه کلنه، چې درې کاله وړاندې دغه دوره پای ته رسېدلې، خو د ټاکنو د نه تر سره کېدو له امله لا هم استازو خپل کار ته دوام ورکړی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي