د عراق حکومت د دغه هېواد د پخواني ولسمشر صدام حسین، د هغه د کورنۍ د ټولو غړو او دغه راز د بعث ګوند د پخوانیو زرګونو چارواکو د ملکیت د ضبطولو حکم کړی دی.
د جمهورآژانس د خبر له مخې دغه نوم لړ د عراق د پخوانیو چارواکو او خپلوانو د موندلو جرګه کۍ تیار کړی، چې په کې د ۴۲۰۰ کسانو نومونه راغلي دي.
د نوملړ په سر کې د پخواني وژل شوي ولسمشر صدام حسین او ورپسې د هغه د زامنو، لمسیانو او خپلوانو نومونه راغلي دي.
په لېست کې د د صدام د ترورزي علي حسن المجید چې په علي کمیايي مشهور و او نږدې۳۰ کاله مخکې د عراق د کوردانو پر ضد د کیمیايي برید د فرمان صادرلو په جرم پر۲۰۱۰ کال اعدام شو هم راغلی دی.
دغه راز د عراق پخوانی مرستیال لومړی وزیر او د بهرنیو چارو وزیر طارق عزیز چې په ۲۰۱۳ کال په مرګ محکوم او دوه کاله وروسته په بند کې مړ شو هم راغلی دی.
جمهورخبري آژانس:کابل