د کورنیو چارو وزارت په ننګرهار ولایت کې د طالبانو د دوه مهم غړو چې د دوی په وینا په ځانمرګو بریدونو کې یې لاس درلود د نیولو خبر ورکوي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د کورنیو چارو وزرت نه خپره شوې خبرپاڼه وايي، دغه دوه طالبان تېره شپه د ننګرهار ولایت د مومندرې ولسوالۍ د هزارنو په سیمه کې نیول شوي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، پولیسو په یاده سیمه کې ځانګړي عملیات تر سره کړي، چې پر مهال یې د جمک او بانډک په نومونو دوه طالبان چې د ځانمرګو بریدونو په رهبري کولو کې یې لاس درلود نیول شوي دي.
سرچینه زیاتوي، چې له نیول شویو کسانو څخه یو د ځانمرګي برید واسکټ او یو لاسي بم هم تر لاسه شوي دي.
په ورته وخت کې خبرپانه وايي، د لوګر په محمدآغې ولسوالۍ کې هم پولیسو عملیات تر سره کړي، چې پر مهال یې د وسله والو د وسلو یوه زېرمه موندلې ده.
د کورنیو چارو وزارت زیاته کړې، چې له دغه وسله تون څخه ۱۰۰ ډزه د هاوان او دوه ډزه د راکټ مرمۍ تر لاسه شوې دي.
جمهورخبري آژانس:کابل