۰
حکمتیار:

حکومت دې د سولې لپاره طالبانو ته ځينې سیمې په واک کې ورکړي

دوشنبه ۱۴ حوت ۱۳۹۶ ساعت ۱۰:۲۹
د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار وایي، افغان حکومت دې په هېواد کې د سولې په موخه ځینې سیمې طالبانو ته په واک کې ورکړي.
حکومت دې د سولې لپاره طالبانو ته ځينې سیمې په واک کې ورکړي
د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار وایي، افغان حکومت دې په هېواد کې د سولې په موخه ځینې سیمې طالبانو ته په واک کې ورکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي حکمتیار دغه څرګندونې له نیویارک ټایمز سره په مرکه کې کړې او ویلي یې دي، چې دغه وړاندیز یې ولسمشر غني ته هم کړی دی.

حکمتیار په خپلو خبرو کې زیاته کړې، چې طالبانو ته سپارل کېدوونکې سیمې دې د سولې سیمې ونومول شي او له ځایه دې ټول بهرني او دولتي ځواکونه وایستل شي.

نوموړي ویلي، دغه سیمې باید امن وي او څوک په کې د لاس وهنې حق ونه لري، ځکه د ده په وینا د جګړې په ډګر کې سوله نه کېږي او د سولې لپاره امنو سیمو ته اړتیا ده.

د حزب اسلامي مشر وايي، په دې توګه به وسله وال طالبان هلته له حکومت سره خبرې کوي او د جګړو د پای ته رسولو لپاره به خپل پلانونه تنظیموي.

ښاغلي حکمتیار زیاته کړې، چې سوله د افغانانو هیله ده او د جګړې له منځه وړل د حکومت او وسله والو ډلو د مشرانو مسوولیت دی.

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار ټینګار کړی، چې افغانان باید پخپلو کې سره کینې او روانې جګړې ته د پای ټکی کېږدي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي