عراق کې د داعش د خبري آژانس مسوول نیول شوی دی

14 حوت 1396 ساعت 8:57

ترکي رسنیو د عراق د پوځي سرچینو له قوله ویلي، چې عراقي پوځیانو په دغه هېواد کې د داعش ډلې د خبري آژانس مسوول نیولی دی.


ترکي رسنیو د عراق د پوځي سرچینو له قوله ویلي، چې عراقي پوځیانو په دغه هېواد کې د داعش ډلې د خبري آژانس مسوول نیولی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د عراق د پوځ مطبوعاتي مسوول عبدالعزیر المعاضیدي ویلي نیول شوی داعشي عثمان خالد الامین نومېږي او په داعش پورې د تړلې اعماق خبري آژانس مسوول وو.

المغاضیدي زیاته کړې، چې نوموړی د موصل ښار په یوه کلي کې نیول شوی او له نیول کېدو سره سم یې خپل شپږ نور ملګري هم پوځیانو ته ښودلي، چې هغوی هم په همدې کلي کې نیول شوي دي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې لومړني تحقیقات ښيي، چې نیول شوي کسانو د اعماق خبري آژانس چارې پر مخ وړلې.

باید و ویل شي، چې د اعماق خبري آژانس په عراق او سوریه کې د داعش ډلې د رامنځ ته کېدو سره هممهاله رامنځ ته شوی او له همغه پیل راهیسې یې د دغه ډلې اړوند خبرونه، ویډیوګانې او تصویرونه خپرول.

جمهورخبري آژانس:کابل



 


د مطلب کود: 102031

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/102031/

جمهور
  https://www.jomhornews.com