د امریکا استخباراتي سرچینو ویلي د سپینې ماڼۍ مخې ته یو کس خپل ځان د تومانچې په ډزو وژلی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ویل کېږي، دغه کس د سپینې ماڼۍ شاوخوا پنجرو ته نېږدې شوی او بیا یې پر ځان ډزې کړې دي.
تر اوسه د وژل شوي کس هویت نه دی په داګه شوی خو پولیسو ویلي، چې نورو خلکو ته په ډزو کې زیان نه دی اوښتی.
دا په داسې حال کې ده، چې د تېرې فبرورۍ میاشتې په ۲۳ مه نېټه هم یوې ۳۵ کلنې ښځې د سپینې ماڼۍ شاوخوا پر امنیتي موانعو خپل موټر وجنګاوه.
جمهورخبري آژانس:کابل