د پاکستان د سنا ډېری چوکۍ مسلم لیګ نواز ګوند ګټلې

13 حوت 1396 ساعت 9:45

د پاکستان مسلم لیګ نواز ګوند د دغه هېواد د سنا مجلس یا مشرانو جرګې زیاتې چوکۍ ګټلې او پیپلز ګوند په سنا کې خپل اقتدار له لاسه ورکړ.


د پاکستان مسلم لیګ نواز ګوند د دغه هېواد د سنا مجلس یا مشرانو جرګې زیاتې چوکۍ ګټلې او پیپلز ګوند په سنا کې خپل اقتدار له لاسه ورکړ.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د پاکستان د څلورو ایالتونو، پنجاپ، سند، خېبر پښتونخوا او بلوچستان صوبايي اسامبلیو او د هغه هېواد سنا ته له ۱۳۰ کاندیدانو يې ۵۲ غوره کړل.

په دې ۵۲ څوکیو کې ۱۵ یې مسلم لیګ نواز ګوند،  د پاکستان د خلکو ګوند یا پيپلز پارټۍ، ۱۲، پښتونخوا له ملي عوامي ګونده ۳، د جماعت علمای اسلام فضل الرحمان ډلې ۲، نېشنل ګوند ۲، متحده قومي حرکت یو او د مسلم‎لیګ فنکشنل يو تن او دغه راز  ۱۱ ازاد نوماندان هم سنا ته غوره شوي دي.

په ورته وخت مسلیم لیګ نواز ګوند هیله ښودلې، چې خپلواګ بریالی سناتوران به هم له دوی سره اتحاد اعلان کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 102001

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/102001/

جمهور
  https://www.jomhornews.com