۰

د فرانسې پر یوه سفارت په برید کې ۷ تنه وژل شوي

شنبی ۱۲ حوت ۱۳۹۶ ساعت ۰۹:۰۸
په بورکینا فاسو کې د فرانسې پر سفارت او یوه پوځي اډه کې غبرګې چاودنې او وسله وال برید کې ۷ امنیتي سرتېري او ۶ بریدګر وژل شوي دي.
د فرانسې پر یوه سفارت په برید کې ۷ تنه وژل شوي
په بورکینا فاسو کې د فرانسې پر سفارت او یوه پوځي اډه کې غبرګې چاودنې او وسله وال برید کې ۷ امنیتي سرتېري او ۶ بریدګر وژل شوي دي.

د جمهورآژانس د خبر له مخې برید د بورکینا فاسو پلازمېنه اواګادوګو کې د فرانسې پر سفارت او یوه پوځي مرکز شوی او ویل کېږي ټولټال ۲۸ تنو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

د فرانسې سفارت په اواګادوګو کې د پوځي مرکز په نژدې یو کیلومترۍ کې موقعیت لري او د لومړي وزیر دفتر هم په همدغه سیمه کې دی.

د فرانسې سفارت چارواکو ویلي په برید کې شپږ تنه ټپیان شوي هم دي، چې دوه یې ملکیان دي، خو په وینا یې اوس امنیتي ځواکونو حالت کابو کړی دی.

په ورته وخت کې د فرانسې بهرنیو چارو وزیر ژان ایو لودریان ویلي، په وژل شویو کسانو کې هېڅ فرانسوی نه شته دی.

خو یوې امنیتي سرچینې د فرانسې خبري اژانس ته ویلي، یوازې پوځي مرکز کې ۲۸ کسان وژل شوي دي.

تر اوسه د دغه برید مسؤولیت کومې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی.

جمهورآژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي