د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ملنې، چې د هېواد نوم به یې په هغه نوملړ کې شامل شي، چې له ترهګرۍ سره د مالي مرستو په شک څارل کېږي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویاند ډاکټر محمد فیصل ویلي، چې په جون میاشت کې به د پاکستان نوم دغه لیست کې شامل کړل شي.
خو وايي هغه راپورنه چې ګنې د پاکستان نوم به د پیسو د لېږد هېوادونو په تورلېست کې شامل شي رښتیا نه دي.
نوموړي ویلي، د د ایف اې ټي ایف داخلي مسایل حساس دي او د پاکستان د موضوع اړوند چارې به د پاکستان اقتصاد وزارت پر مخ بیايي، خو په دې اړه یې نور جزیات نه دي ورکړي.
او په دې اړه یې نور جزیات نه دي ورکړي، خو نوموړی وايي د دغې موضوع اړوند چارې به د پاکستان اقتصاد وزارت پر مخ بیايي.
د ډاکټر محمد فیصل په وینا، هغوی د تورو پیسو سپینولو او ترهګرو سره د مالي مرستو مخنیوي تګلاره کې نیمګرتیاوې په ګوته کړې دي.
باید و ویل شي، چې د تورو پیسو د سپینولو چارو هېوادونو نوملړ فنانشل ایکشن ټاسک فورس (FATF) نومې ادارې چمتو کړی چې نړیوال مالي مسایل څاري.
جمهورخبري آژانس:کابل