۰

هلمند کې الماني طالب چې طالبانو ته یې بمونه جوړول نیول شوی

پنجشنبه ۱۰ حوت ۱۳۹۶ ساعت ۰۹:۰۰
د افغانستان دفاع وزارت او د هلمند سیمه ییز چارواکي وايي، افغان ځواکونو د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې په دغه ولایت کې یو الماني طالب چې طالبانو ته یې بمونه جوړول نیولی دی.
هلمند کې الماني طالب چې طالبانو ته یې بمونه جوړول نیول شوی
د افغانستان دفاع وزارت او د هلمند سیمه ییز چارواکي وايي، افغان ځواکونو د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې په دغه ولایت کې یو الماني طالب چې طالبانو ته یې بمونه جوړول نیولی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې افغان ځواکونو وړمه شپه د هلمند ولایت د ګرشک ولسوالۍ په میرمنداب سیمه کې د وسله والو طالبانو پر پټنځایونو عملیات کړي.

د ملي دفاع وزارت وايي، په دې عملیاتو کې درې وسله وال طالبان وژل شوي او یو المانی تبع چې د طالبانو غړی و ژوندی نیول شوی دی.

د دغه وزارت ویاند تورن جنرال دولت وزیري ویلي په دې عملیاتو کې د طالبانو څلور مرکزونه ۳ میله کلاشنکوف، ۲ میله راکېټ، یو میل پیکا، یو میل ماشیندار، ۱۶ کړۍ لاسي بمونه، د ماینونو او مهماتو دوه زېرمې له منځه وړل شوي دي.

به ورته وخت کې د هلمند د والي ویاند عمر ځواک ویلي، نیول شوي الماني له طالبانو سره د پوځي سلاکار دنده درلوده او هغوی ته یې ماینونه جوړول.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:هلمند
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي