۰

د مشرانو جرګې د دوهم مرستیال سلاکار له یوه بریده روغ وتلی

سی شنبه ۸ حوت ۱۳۹۶ ساعت ۱۱:۱۰
سیمه ییز چارواکي وايي، د مشرانو جرګې د دوهم مرستیال سلاکار محمد ولي صاحبزاده په لوګر ولایت کې د وسله والو طالبانو له یوه بریده روغ وتلی دی.
د مشرانو جرګې د دوهم مرستیال سلاکار له یوه بریده روغ وتلی
سیمه ییز چارواکي وايي، د مشرانو جرګې د دوهم مرستیال سلاکار محمد ولي صاحبزاده په لوګر ولایت کې د وسله والو طالبانو له یوه بریده روغ وتلی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د لوګر د والي ویاند سلیم صالح زیاتوي، چې وسله والو طالبانو تېر ماښام د محمد آغې ولسوالۍ د واغجان بازار په سیمه کې د مشرانو جرګې د دوهم مرستیال محمد اصف صدیقي د سلاکار محمد ولي صاحبزاده په موتر برید وکړ.

نوموړي زیاته کړه، چې خپله صاحبزاده له دغه بریده روغ وتلی خو دوه ستانونکي یې وژل شوي دي او دوه میله وسله یې طالبانو له ځان سره وړې.

د لوګر د والي ویاند زیاتوي، چې د دې پېښې په تړاو تر اوسه څوک نه دي نيول شوي خو کشفي ارګانونو پلټنې پيل کړې دي.

وسله والو طالبانو هم تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:لوګر
 
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي