د نایجریا حکومت وايي، د بوکوحرامه ترهګرۍ وسله والې ډلې په دغه هېواد کې له یوه ښوونځي ۱۵۰ نجونې تښتولې دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د نایجریا حکومت ویلي، بوکوحرام وسله والو د ډبچي په سیمه کې تېره اونۍ په یو ښوونځي برید کړی او ۱۵۰ نجونې یې ترې تښتولې.
تر دغه پېښې۴٨ ساعته وروسته د نایجیریا ولسمشر محمد بوهاري په یو ټویټ کې لیکلي وو چې هغه ډبچي ته یو هیت لېږي او سیمې ته پوځ هم استوي چې دغه نجونې وژغوري.
د دغه ملک د اطلاعاتو وزیر هم سیمې ته ورغلی دی او د دغو زده کونکو د کورنیو د غړیو سره یې ملاقات کړی دی.
که څه هم حکومت زیاته کړې، چې په دې اړه پلټنې روانې دي، خو ولسي خلک په دې غوسه دي، چې ولې دغه ډول پېښې پرلپسې تکرارېږي.
باید و ویل شي، چې په ٢٠١۴ کال کې د نایجیریا د چیبوک په سیمې کې بوکوحرام د یو ښوونځي ٢٥٠ نجونې برمته کړې وی چې تر اوسه لادرکه دي.
جمهورخبري آژانس:کابل