د سعودي عربستان پادشا ملک سلمان د لوی درستیز عبدالرحمن بن صالح البنیان په ګډون یو شمېر لوړ پوړي پوځي فوماندان له دندو لرې کړې دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه شاهي فرمانانونه تېره شپه ناوخته د سعودي عربستان د پادشاه له خوا صادر شوي دي.
په لرې کړای شویو قوماندانو کې د هوايي ځواکونو قوماندان محمد بن عوض سحیم، ځمکنيو ځواکونو اوهوايي مدافع ځواکونو قوماندان فهد بن ترکی بن عبدالعزیز او یو شمېر نور قوماندان شامل دي، چې ټولټال څلوېښتو تنو ته رسېږي.
په ورته وخت کې دا هم ویل کېږي، چې ملک سلمان د پر یو شمېر دغه څوکیو نوي کسان هم ګمارلي دي چې یو هم په کې جنرال فیاض بن حامد الرُویلي دی، چې د پوځ مشر ټاکل شوی.
دغه راز د سعودي خبري آژانس ویلي، چې د ځمکني پوځ او هوایي ځواک لپاره نوي مشران ټاکل شوي او د اقتصاد وزارت او نورو امنیتي وزارتونو لپاره هم نوي مرستیالان ټاکل شوي دي.
جمهورخبري آژانس:کابل