پاکستاني چارواکي: امریکا مو سپکولو ته ملا تړلې ده

8 حوت 1396 ساعت 8:38

لوړ پوړي پاکستاني چارواکي وايي، امریکا په پاکستان پسې پېښې لوڅې کړې، تر څو دغه هېواد په نړیواله کچه سپک کړي.


لوړ پوړي پاکستاني چارواکي وايي، امریکا په پاکستان پسې پېښې لوڅې کړې، تر څو دغه هېواد په نړیواله کچه سپک کړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه څرګندونې په اقتصاد او مالي چارو کې د پاکستان د لومړي وزير سلاکار مفتاح اسماعیل له رویټرز خبري اژانس سره خبرو کې کړې دي.

نوموړي ویلي، چې امریکا د مالي سرچينو د څار د نړیوالې ادارې په غړو پسې ده، چې پاکستان د ترهګرو د مالي ملاتړو هېوادونو په څارلېست کې شامل کړي.

اسماعیل چې تېره اونۍ يې په پاریس کې د څار د نړیوالې ادارې په غونډه کې د پاکستاني پلاوي مشري هم کوله ادعا کړې، چې واشنګټن له پاکستان سره مرسته نه کوي.

ده ویلي«امریکا له پاکستان سره مرسته نه کوي، چې د مالي سرچينو د څار په برخه کې خپل قوانین پياوړي کړي بلکې امريکا د پاکستان د سپکولو په هڅه کې ده.»


هغه وړاندې زیاته کړې«که امریکایان له موږ سره د ترهګرو د مالي سرچينو د مخنیوي د اصولو د ښه کولو لپاره کار کولو ته لېواله وای، هغوی به زما وړاندیز منلی وای. خو د هغوی مفکوره دا ده چې پاکستان سپک کړي.»

که څه هم نوموړي د امریکا له خوا د پاکستان د سپکاوي په اړه نور جزیات نه دي وړاندې کړي، خو وايي، د مالي سرچينو په څارلېست کې د پاکستان د نوم شاملېدل به يې د هېواد اقتصاد له پښو وغورځوي.

د هغه په وینا ځینو ځينې ډیپلوماتان او پاکستاني چارواکي وايي، اسلام اباد ډېرې هڅې وکړې چې امريکا ورسره د مالي سرچينو د څار سازمان له وروستي اقدامه په خلاصېدو کې مرسته وکړي، خو پايله يې نه درلوده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 101837

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/101837/

جمهور
  https://www.jomhornews.com