۰

پاکستاني چارواکي: امریکا مو سپکولو ته ملا تړلې ده

سی شنبه ۸ حوت ۱۳۹۶ ساعت ۰۸:۳۸
لوړ پوړي پاکستاني چارواکي وايي، امریکا په پاکستان پسې پېښې لوڅې کړې، تر څو دغه هېواد په نړیواله کچه سپک کړي.
پاکستاني چارواکي: امریکا مو سپکولو ته ملا تړلې ده
لوړ پوړي پاکستاني چارواکي وايي، امریکا په پاکستان پسې پېښې لوڅې کړې، تر څو دغه هېواد په نړیواله کچه سپک کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه څرګندونې په اقتصاد او مالي چارو کې د پاکستان د لومړي وزير سلاکار مفتاح اسماعیل له رویټرز خبري اژانس سره خبرو کې کړې دي.

نوموړي ویلي، چې امریکا د مالي سرچينو د څار د نړیوالې ادارې په غړو پسې ده، چې پاکستان د ترهګرو د مالي ملاتړو هېوادونو په څارلېست کې شامل کړي.

اسماعیل چې تېره اونۍ يې په پاریس کې د څار د نړیوالې ادارې په غونډه کې د پاکستاني پلاوي مشري هم کوله ادعا کړې، چې واشنګټن له پاکستان سره مرسته نه کوي.

ده ویلي«امریکا له پاکستان سره مرسته نه کوي، چې د مالي سرچينو د څار په برخه کې خپل قوانین پياوړي کړي بلکې امريکا د پاکستان د سپکولو په هڅه کې ده.»


هغه وړاندې زیاته کړې«که امریکایان له موږ سره د ترهګرو د مالي سرچينو د مخنیوي د اصولو د ښه کولو لپاره کار کولو ته لېواله وای، هغوی به زما وړاندیز منلی وای. خو د هغوی مفکوره دا ده چې پاکستان سپک کړي.»

که څه هم نوموړي د امریکا له خوا د پاکستان د سپکاوي په اړه نور جزیات نه دي وړاندې کړي، خو وايي، د مالي سرچينو په څارلېست کې د پاکستان د نوم شاملېدل به يې د هېواد اقتصاد له پښو وغورځوي.

د هغه په وینا ځینو ځينې ډیپلوماتان او پاکستاني چارواکي وايي، اسلام اباد ډېرې هڅې وکړې چې امريکا ورسره د مالي سرچينو د څار سازمان له وروستي اقدامه په خلاصېدو کې مرسته وکړي، خو پايله يې نه درلوده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي