په عراق کې یوې محکمې پنځلس ترکي مېرمنې له داعش یا اسلامي دولت ډلې د غړیتوب او همکارۍ په تور په اعدام محکومې کړې دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه محکمې ویلي، چې دا ورته ثباته شوې، چې محکومو شویو مېرمنو د داعش له غړو سره ودونه کړي او هغوی ته یې لوژستکي مرستې رسولې.
د محکمې په خبره ان تر دې چې دغه مېرمنو له داعش جنګیالیو سره په جګړه کې هم برخه اخیستي او له هغوی سره یې په یو شمېر بریدونو کې مرسته کړې ده.
باید و ویل شي، چې تر دې وړاندې هم یو شمېر بهرنۍ ښځې د داعش له غړیو سره د همکارۍ په تور په اعدام یا عمر قید محکومې شوې دي.
د عراق د حکومت پر ضد د داعش په جګړه کې د عراق امنیتي ځواکونو په سلګونو بهرنۍ ښځې، چې د داعشیانو د خدمت لپاره دغه هیواد ته ورغلې وې، نیول شوي دي.
جمهورخبري آژانس:کابل