۰

ایران له اسرائيلو سره جګړې ته چمتو دی

شنبی ۵ حوت ۱۳۹۶ ساعت ۱۵:۰۴
د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال وايي، هېواد یې سوریه کې د هر ډول سناریو په تېره بیا د اسرائیلو پر وړاندې جګړې ته چمتو دی.
ایران له اسرائيلو سره جګړې ته چمتو دی
د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال وايي، هېواد یې سوریه کې د هر ډول سناریو په تېره بیا د اسرائیلو پر وړاندې جګړې ته چمتو دی.

عباس عراقچي دغه څرګندونې له بي بي سي سره په خبرو کې کړې او ویلي یې دي، کولای شو، د اسرائیلو او هر بل یرغلګر هېواد پر وړاندې ودرېږو.

هغه ویلي«فکر نه کوم چې سوریه یا کوم بل ځای دې د نیابتي جګړې له پاره وي، نه یوازې سوریه بلکې په سیمه کې هېڅ ځای د نویو جګړو له پاره نه وینم.»

هغه ټینګا کړی او ویلي یې دي، که اسرائیل په سیمه کې نوې جګړې پیل کړي، تر ټولو زیات زیان به همدوی و ویني.
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي