د کرنۍ او مالدارۍ وزارت وايي، افغانستان په دوبۍ کې د کرنې او مالدارۍ په برخه کې د کرنیزو محصولاتو د پلور له پاره د څه باندې ۹ میلیونه دالرو په ارزښت تړونونه لاسلیک کړي دي.
د جمهورخبري آژانس د خبر له مخې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له خوا نن شنبې د کب پنځمه په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې په دوبۍ کې د کرنيزو محصولاتو نړيوال نندارتون کې د افغانستان لاسته راوړنه فوق العاده وه.
د خبرپاڼې له مخېپه نندارتون کې د افغانستان محصولات لکه وچې مېوې او زعفران د نړيوالو پانګه والو له غوره هرکلي سره مخ شوي دي.
سرچینه زیاتوي، چې په دې نندارتون کې تر اوسه پورې افغانستان د خپلو کرنيزو محصولاتو د پلور لپاره د څه باندې ٩ ميليونه ډالرو په ارزښت پلور تړونونه تر لاسه کړي او احتمال لري چې دا شمېره اوچته شي.
د کرنې وزارت چارواکو د معلوماتو له مخې، په هېواد کې د زعفرانو کښت او لوړو حاصلاتو يې په روان کال کې له توقع لوړ زياتوالى موندلى او د دوبۍ نندارتون کې د بازارموندنې پايله کې د ١.٢ ميليون ډالرو پلور کولى شي چې د هېواد د سرو زرو(زعفرانو) په توليد او صادراتو کې توازن رامنځته کړي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې افغانستان له ٢٠١١ کال راهيسې د امريکا متحده ايالاتو نړيوالې پراختيايي ادارې په مرسته په دې نندارتون کې فعاله ونډه اخيستې ده.
جمهورخبري آژانس:کابل