۰

د ټاپي پروژې د مراسمو کډوډونکي وسله وال د سولې پروسې سره یو ځای شول

پنجشنبه ۳ حوت ۱۳۹۶ ساعت ۰۸:۴۴
هرات ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، هغه وسله واله ډله چې د ټاپي پروژې د مراسمو د کډوډولو له پاره ګمارل شوي وو د سولې له پروسې سره یو ځای شول.
د ټاپي پروژې د مراسمو کډوډونکي وسله وال د سولې پروسې سره یو ځای شول
هرات ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، هغه وسله واله ډله چې د ټاپي پروژې د مراسمو د کډوډولو له پاره ګمارل شوي وو د سولې له پروسې سره یو ځای شول.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د هرات والي محمد اصف رحیمي و ویل، دغه وسله والې ډلې د هرات ولایت په ګذره ولسوالۍ کې دولت ضد فعالیتونه تر سره کول او په دې وروستیو کې ورته د ټاپي پروژې د کډوډولو دنده ورکړل شوې وه.

نوموړي زیاته کړه، چې دغه لس کسیزه وسله والې ډلې د دې کار له پاره ان پوځي روزنه هم ورکړل شوې وه، تر څو د ټاپي پروژې مراسم مختل کړي، خو په وینا یې دې کسانو غوره و بلله چې د سولې له پروسې سره یو ځای شي.

باید و ویل شي، د ټاپي پروژه چې د ترکمنستان ګاز د افغانستان له لارې پاکستان او هندوستان ته انتقالوي، ټاکل شوې د جمعې په ورځ به یې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني په هرات ولایت کې د اړونده هېوادونو د لوړپوړو چارواکو سره یو ځای د افغانستان د برخې د کار پرانېسته وکړي.

د پرانېستې دې مراسمو ته په پراخه توګه چمتوالی نیول شوی دی او امنیتي تدابیر یې زیات کړي.

امنیتي چارواکي وايي، د ټاپې پروژې د پرانېستې د مراسمو د امنیت لپاره په هرات ښار او شاوخوا سیمو کې تر دوه زرو زیات اضافي امنیتي سرتېري په دندو ګومارل شوي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي