د جمعیت ګوند رهبري شورا د سمنګانو د لرې کړای شوي والي په اړوند خپل دریځ اعلان کړ، او په دې تړاو یې د ارګ وروستۍ فرمان رد کړ.
د جمهور آژانس د خبر له مخې ولسمشرۍ ماڼې وړمه ورځ (شنبې د سلواغې ۲۸) د سمنګانو والي عبدالکریم خدام له خپلې دندې لرې کړ.
د خدام تر څنګ د کندوز، میدان وردګو، لوګر او لغمان والیان هم یا لرې او یا هم رد بدل شول، خو د سمنګانو والي د ارګ دغه پرېکړه ونه منله.
نوموړي په یوه خبري کنفرانس کې د ارګ دغه پرېکړه له انصاف څخه لرې و بلله او ویلي و، تر هغې به خپلې دندې ته دوام ورکړي، تر څو یې په اړه جمعیت ګوند او ترکمن قوم پرېکړه نه وي کړې.
نن یک شنبې د سلواغې ۳۰ مه د جمعیت ګوند رهبري شورا عبدالکریم خدام د لرې کېدو په اړه خپل دریځ اعلان او د ارګ دغه پرېکړه یې رد کړه.
جمعیت ګوند په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د ارګ دغه کار له جمعیت ګوند سره د شوې پرېکړې خلاف کار دی په داسې حال کې، چې د سمنګانو خلکو د والي په اړه هېڅ ډول شکایت نه درلود.
دغه ګوند پر حکومت تور پورې کړی، چې خپل لومړیتوبونه یې پرښي او ارګ انحصارګراۍ ته مخ کړې، چې ورسره هم د هېواد حالات ورځ تر بلې ترینګلي کېږي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د ارګ او بلخ د والي تر منځ ستونزه لا پر ځای پاتې ده، او ارګ د سمنګانو د والي په لرې کولو سره یوه بله ستونزه رامنځ ته کړه.
جمهورخبري آژانس:کابل