د ټاپي پروژې د پرانیستې لپاره ټول اړین تدابیر نیول شوي دي

29 دلو 1396 ساعت 9:59

په هرات کې د ټاپي پروژې د یوې برخې د پرانیستې لپاره ټول تدابیر نیول شوي او د دغه مراسمو د جوړېدو د همغږۍ کمیسیون په هرات کې له ټولو تیاریو لیدنه کړې ده.


په هرات کې د ټاپي پروژې د یوې برخې د پرانیستې لپاره ټول تدابیر نیول شوي او د دغه مراسمو د جوړېدو د همغږۍ کمیسیون په هرات کې له ټولو تیاریو لیدنه کړې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې په دې کمیسیون کې چې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر صلاح الدین رباني، د هرات والي، د کورنیو چارو وزارت ارشد امنیتي مرستیال، د ملي امنیت شورا د سلاکار مرستیال، د لوی درستیز مرستیال او نور لوړپوړي چارواکي ګډون لري تېره ورځ هرات ولایت ته تللي دي.

دوی په هرات ولایت کې له اړینو تیاریو کتنه کړې ده او سرپرست وزیر صلاح الدین رباني هم د مراسمو تیارۍ ستایلې دي او د مراسمو د لا ښه ترسره کېدو ژمنه یې کړې ده.

په ورته وخت کې د هرات والي ویلي، چې د هرات چارواکي وايي، د ټاپي پروژې د یوې برخې د پرانېستې مراسمو ته شدید امنیتي تدابیر نیول شوي دي.

د هرات والي ډاډ ورکړی، چې د ټاپي پروژې د یوې برخې د پرانیستې مراسم به په پوره امنیت او خوشالۍ کې تر سره شي.

د هرات چارواکي وايي، د دې ولایت دیني عالمانو، ولسي خلکو او قومي مشرانو هم د ټاپي پروژې د امنیت ټینګولو لپاره د همکارۍ ژمنه کړې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک هم تېره ورځ په افغانستان کې د ناټو ځواکونو له عمومي قوماندان جنرال جان نېکولسن سره په لیدنه کې ویلي، چې پولیس د ټاپي پروژې د امنیت د تامین له پاره بشپړ چمتوالی لري.

باید و ویل شي، چې په افغانستان کې د ټاپي پروژې مراسم به د راتلونکې جمعې په ورځ تر سره شي.

ټاپي، هند ته د افغانستان او پاکستان له لارې د ترکمنستان د طبیعي ګاز د انتقال پروژه ده، چې د چارواکو په خبره په پلي کېدو سره به یې ۷ زره کسانو ته به د کار موقع برابره شي او د هرات خلکو ته به د ارزانه ګاز د وېش لوی مرکز جوړ شي.

دغه پروژې ته لس میلیارد ډالر ځانګړي شوي او تر ۲۰۲۰ میلادي کال پورې بشپړېږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 101517

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/101517/

جمهور
  https://www.jomhornews.com