۰
اروپايي ټولنه:

سویډن دې د افغان کډوالو پر پنا غوښتنې محدودیتونه کم کړي

شنبی ۲۸ دلو ۱۳۹۶ ساعت ۱۰:۵۹
د اروپايي ټولنې د بشري حقونو کمېټې د سویډن له حکومته غوښتي، چې افغان کډوالو ته د پنا غوښتنې پر شرایطو لګېدلي محدودیتونه کم کړي.
سویډن دې د افغان کډوالو پر پنا غوښتنې محدودیتونه کم کړي
د اروپايي ټولنې د بشري حقونو کمېټې د سویډن له حکومته غوښتي، چې افغان کډوالو ته د پنا غوښتنې پر شرایطو لګېدلي محدودیتونه کم کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د جرمني خبري آژانس ویلي، د اروپا د بشري حقونو شورا ، د سویډن له حکومته غوښتنه کړې چې د افغانستان د پناه غوښتونکو لپاره شرایط اسانه کړي.

یادې شورا په ځانګړي ډول د هغو افغانانو وضعیت ته د پاملرنې غوښتنه کړې چې عمرونه یې تر 18 کلونو کم دي، د پناه غوښتنې یې رد شوې او جبراً، باید افغانستان ته واستول شي.

باید و ویل شي، چې د سویډن حکومت په ۲۰۱۵مېلادي کال کې په اروپا کې د کډوالۍ د بحران له امله، پر پنا غوښتونکو محدودیتونه ولګول او په دې ډول یې غوښتل، د پناه غوښتونکو د ورتګ مخه ونیسي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي